جدی 18, 1403 17:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان او روسیې اړیکو پر پياوړتیا ټینګار

د سرپرست حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست وايي چې د دغه وزارت سرپرست د روسيې له يوه فرهنګي پلاوي سره په کتنه کې وويل چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابره ده.

د اطلاعات او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه د چيچن جمهوريت د علومو اکاډمۍ له مشر او د روسيې د ملتونو شورا له مرستيال جمبولات عمروف سره کتلي ديپه دې کتنه کې خيرخواه اسلام د ورورولۍ او دوستۍ دين وباله او زياته يې کړه چې اسلام د نړۍ د مسلمانانو د پيوستون، پياوړتيا او يووالي نقطه ده. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې ټولیز امنیت ټینګ شوی، خو د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان جوړولو لپاره لا زیات وخت ته اړتیا ده.خيرخواه افغانستان ته د دغه پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا په لاره کې يو مثبت ګام او ښه پيل وباله او پر دوام يې ټينګار وکړ.