د کابل او تهران اړیکو په پياوړتیا د حقاني او بیکدلي ټینګار
جدی 18, 1403 17:05 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل.
بيکدلي له حقاني سره په کتنه کې وويل چې ايران او افغانستان يو اسلامي نظام لري او دغه مشترکات به په طبيعي ډول د دواړو لورو ترمنځ اړيکې لاپسې نږدې او دواړه هېوادونه به پياوړي کړي.په دې کتنه کې سراج الدین حقاني هم هیله څرګنده کړه، چې بیکدلي به د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو په لا ټینګښت کې هر څومره چې ممکنه وي مثبت او ګټور رول ولوبوي.په دې کتنه کې دواړو لورو له نشه يي توکو سره د مبارزې، انساني قاچاق، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د تجربو د تبادلې په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر همکاريو ټينګار وکړ.