جدی 17, 1403 16:58 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د امریکا د وتلو پر سر اختلافونه

د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، له افغانستانه د وتلو بله لار نه وه پاتې او دى چمتو نه دى چې د دې مسلې په اړه بښنه وغواړي.

هغه چې په دې ورځو کې د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو تر سخت فشار لاندې دی، حتا تر دې چې استعفا يې وړاندې کړه خو د جوبایډن لخوا ونه منل شوه.بلنکن د نیوکه کوونکو په ځواب کې وویل چې له افغانستانه د وتلو کومه اسانه لار نه وه. ځکه چې په دې هېواد کې د شل کلنې جګړې ختمېدل هم ورته پايلې درلودې.هغه یو ځل بیا د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن د ادارې دفاع وکړه او وویل چې دا د بایډن لپاره لویه لاسته راوړنه وه