جدی 17, 1403 16:48 Asia/Kabul
  • له ملاهبت الله پر اطاعت د ندیم ټینګار

د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې د دوی د مشر ملاهبت الله له امر نه سرغړونه د خدای نافرماني ده

هغه ویلي دي چې ټول باید د ملاهبت الله په حکمونو عمل وکړي او هیڅوک حق نلري چې د مسلمانانو د امیر پر وړاندې بغاوت وکړيندیم چې د سرپرست حکومت مشر ملاهبت الله ته یو له نږدې کسانو څخه شمېرل کېږي. نوموړي تر دې وړاندې هم پر یو شمېر چارواکو د خپل مشر د امر نه منلو له امله نیوکې کړې وې.د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ویلي، چې تر ټولو لومړی باید چارواکي د امیر د شخصیت درناوی وکړي، څو خلک د هغه بېلګه او د هغه فرمانونه تعقیب کړي.