جدی 16, 1403 16:47 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ په کاروان خونړی برید

د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، چې پرون د دې ایالت په تربت سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه بس برید شوی چې لږ تر لږه څلور کسان پکې وژل شوي او تر دېرش ډېر ټپیان دي

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو پوځ په نوم یوې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستاني پوځ د موټرو پر کاروان یې ځانمرګی برید کړی.د بلوچستان ایالت رسنیو د دې سیمې د چارواکو په حواله ویلي چې دغه بس له کراچۍ څخه تربت ښار ته روان و چې په نښه شو.د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى .د بلوچستان لومړي وزیر سرفراز بګتي دغه برید غندلی او هغه یې ترهګریز بللی دی.د بلوچستان بېلتون غوښتونکی پوځ یوه له هغو ډلو څخه ده چې د پاکستان حکومت یې ترهګر بولي