2024 کې د افغانستان صادراتو کموالی
جدی 16, 1403 16:45 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دوه زره څلور ویشتم میلادي کال کې افغانستان له نورو هېوادونو سره د دولس میلیارده څلور سوه دوه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري درلوده
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام وايي، د افغانستان صادرات یو میلیارد اته سوه درې میلیونه ډالره وو، چې د تېر کال په پرتله څلور سلنه کموالی ښيي.هغه وویل، تېر کال چین او پاکستان ته د افغانستان صادرات کم شوي، خو په عین حال کې؛ له ایران، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، هند، ترکیې او ازبکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو حجم دوه چنده شوی دی.د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د افغانستان د صادراتو د ودې لپاره د بانکي خنډونو لرې کول او له پاکستان سره د کړکېچ کمولو ته اړتیا ده چې سرپرست حکومت باید په دې برخه کې هڅې وکړي.