د هدایت شویو توغندیو فعالیدل
جدی 16, 1403 16:44 Asia/Kabul
له پاکستان سره د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د سرپرست حکومت دفاع وزارت د میلان کنکورس لارښود توغندي د فعالولو اعلان وکړ او وویل چې د دغه توغندي د کارولو لپاره یې یوه پوځي ډله روزلې ده.
دغه بنسټ ویلي، چې دغه اقدام یې د ملي امنیت د ټینګښت او د افغانستان د پوځ د وړتیاوو د لوړولو په هدف کړی دی.د دفاع وزارت سرپرست وايي، دغه لارښود توغندی کولای شي زغره وال ټانکونه، جنګي بېړۍ او جنګي چورلکې په نښه کړي.د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرپرست حکومت او پاکستاني پوځیانو تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي تحرکات ډېر شوي دي