د ټرمپ په وړاندې د جزا حکم صادریدل
جدی 15, 1403 17:00 Asia/Kabul
د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ د نیویارک محکمې لخوا د حق السکوت دوسیې د حکم صادریدو باندې نیوکه وکړه
ټرمپ ویلي چې د دې سزا صادرول یو غیر منطقي سیاسي برید دی او د ده په اند ناسم دی.د تېر کال په مې میاشت کې ټرمپ د مالي اسنادو د جعلي کولو په څلوردیرش قضیو محکوم شو. اوس ټاکل شوې چې دغه سزا د جنورۍ په لسمه صادره شي. په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د راتلونکي ولسمشر په توګه د هغه د لوړې مراسمو ته یوازې لس ورځې پاتې دي.د ټرمپ وکیلانو ویلي دي چې هغه د ولسمشرۍ له خوندیتوب څخه برخمن دی، خو په دې قضیه کې قاضي دا خبره رد کړه.