جدی 15, 1403 16:59 Asia/Kabul
  • د روانو اوبو پر دوام د ایران ټینګار

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، تهران په پوله ییزو سیندونو کې د اوبو طبیعي جریان د دوام په اړه د سرپرست حکومت د همکارۍ غوښتونکی دی.

هغه وویل د ایران او افغانستان د ولسونو ترمینځ اوږده هویتي، کلتوري او مذهبي اړیکې شته او له هغو ګامونو چې دغه مشترکات ته زیان رسوي باید ډډه وشي.اسماعیل بقایي ټینګار وکړ تهران غواړی د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو هوکړو او د نړیوالو قوانینو د اصولو اهمیت ته پاملرنه وکړي .د بهرنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه چې دغې ادارې په سرپرست حکومت کې له اړوندو چارواکو سره اړیکه نیولې او د بهرنيو اوبو د بنديدا او دهغو د څرنګوالي په هکله يې خپله انديښنه څرګنده کړې او د دغه شان ستونزو د حل کولو غوښتنه يې کړې ده