صهیونیستانو سره د مقابلې لپاره د ایران چمتوالی
جدی 15, 1403 16:56 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې چینايي رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د صهیونیستي رژیم له نویو ګواښونو سره د مقابلې لپاره پوره چمتووالی لري
سید عباس عراقچي ویلي دي هیله لري چې د صهیونیستانو لخوا دا ډول لیونتوب ترسره نشي ځکه چې پایله به یې پراخه جګړه وي.هغه وویل صهیونیستي رژیم په غزې د برید په ترڅ کې خپل اصلي هدف ته ونه رسیدل او اوس مجبور دي چې د فلسطین د مقاومت له ځواکونو سره د سولې خبرې اترې وکړي .د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د اوربند په اړه د فلسطینیانو هره پریکړه به د تهران لخوا ومنل شي او ملاتړ به یې وشي.ښاغلي عراقچی ټینګار وکړ چې د ملګروملتونو امنیت شورا د امریکا د فشارونو له امله په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په بندولو بریالی نشو