جدی 13, 1403 17:35 Asia/Kabul

د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې چې سرپرست حکومت له اسلام آباده د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې، څو له سرحدي سیمو څخه د پاکستاني طالبانو غړي د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي. هغه څرګندونې چې د سرپرست حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له لخوا رد شوي دي.