د افغانستان پر وړاندې د امریکا ظالمانه بندیزونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i38735-د_افغانستان_پر_وړاندې_د_امریکا_ظالمانه_بندیزونه
په قطر کې د سرپرست حکومت سرپرست سفیر محمد نعیم وايي، د امریکا لخوا پر دوی لګول شوي بندیزونه ډېر ظالمانه دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 21, 1403 13:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان پر وړاندې د امریکا ظالمانه بندیزونه

په قطر کې د سرپرست حکومت سرپرست سفیر محمد نعیم وايي، د امریکا لخوا پر دوی لګول شوي بندیزونه ډېر ظالمانه دي.

هغه ویلي دي چې نړیوالې ټولنې د دغو بندیزونو په اړه چوپه خوله پاتې ده. په داسې حال کې چې د دغو بندیزونو د دوام لپاره هیڅ دلیل نشته.محمد نعیم هم د سرپرست حکومت د نورو چارواکو په څېر ویلي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته او لوېدیځ هېوادونه باید پر دغه هېواد بندیزونه لرې کړي.په تیرو دریو کلونو کې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه او په امریکايي بانکونو کې د دغه هیواد د شتمنیو بندول یو له هغو ننګونو څخه دي چې د افغانستان اقتصاد یې له سخت بحران سره مخ کړی او په دغه هیواد کې یې د فقر او بیکارۍ کچه لوړه کړې ده