قوس 14, 1403 16:45 Asia/Kabul

د روغتیا او طب په برخه کې د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د بښنې نړيوال سازمان دغه پرېکړه غندلې او د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه يې کړې ده.