د هند لیګ ته د افغان لوبغاړو جذب
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i38541-د_هند_لیګ_ته_د_افغان_لوبغاړو_جذب
د هند غوره لیګ (آی پي اېل) چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د کرېکټ غوره لوبغاړي راټولوي، سږ کال یې د دوه زره پنځه ویشتم کال سیالیو لپاره اووه افغان لوبغاړي غوره کړل.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 14, 1403 12:45 Asia/Kabul
  • د هند لیګ ته د افغان لوبغاړو جذب

د هند غوره لیګ (آی پي اېل) چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د کرېکټ غوره لوبغاړي راټولوي، سږ کال یې د دوه زره پنځه ویشتم کال سیالیو لپاره اووه افغان لوبغاړي غوره کړل.

په دغو لوبغاړو کې راشد خان کریم جنت، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، رحمان الله ګربز، فضل حق فاروقي او الله محمد غضنفر وپېرل.د هند د کرېکټ بورډ د معلوماتو لمخې د دوه زره پنځه ویشتم کال د هند غوره لیګ به د مارچ میاشتې په څوارلسمه پیل شي چې تر می میاشتې به دوام وکړي