د "ټي ټي پي" قوماندان وژل کیدل
قوس 14, 1403 16:14 Asia/Kabul
احسان الله احسان چې د ټي ټي پي یو مشر او د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند دی، ویلي دي چې د دې ډلې جګپوړی قومندان عمر باجوړي د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی دی.
هغه وويل چې نامعلومو وسله والو د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې عمر باجوړي او د هغه يو شمېر ساتونکي په ډزو وژلي دي.عمر باجوړي د تحریک طالبان پاکستان یو له مهمو شخصیتونو څخه و، چې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د مالاکنډ په سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تش په نوم د مرستیال والي په توګه پېژندل کېده.تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس د کومې ډلې له خوا وژل شوی دی.اسلام اباد په وار وار ویلي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې اډه لري او له هغه ځایه د دغه هېواد حکومتي ځواکونه په نښه کوي. هغه ادعا چې د سرپرست حکومت لخوا رد شوې ده