د نتانیاهو بیاځلې محکمې پيل
قوس 14, 1403 16:10 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم رسنیو په نیواک شویو سیمو کې د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د محاکمې د غونډې د بیا پیلولو خبر ورکړی دی .
دصهیونیستي رژیم د سترې محکمې قاضیانو په یوې نوې رایه کې د نتانیاهو د محاکمې د بیا پیلولو حکم صادر کړ .ټاکل شوې د تل ابیب په محکمه کې د روانې میاشتې په شلمه نیټه محاکمه پیل شي.د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر د رشوت اخیستلو، له دولتي مقام څخه په ناوړه استفادې او نورو مالي جرمونو تورن دی.