قوس 14, 1403 16:09 Asia/Kabul
  • د برښنا 259 میلیونه پور راټول

برښنا شرکت وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت په درې کلنه واکمنۍ کې څه باندې دوه سوه نهه پنځوس میلیونه افغانۍ یې د برېښنا له پورونو راټولې کړې دي.

د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي، د برېښنا د پورونو د تصفیې بهیر روان دی او هڅه کېږي چې دغه پورونه په بشپړ ډول راټول شي او هېڅوک هم پوروړي پاته نشي.تر دې وړاندې د برشنا شرکت پخواني مشر ویلي و، چې د برېښنا د پورونو د ورکړې لپاره باید یو منظم سیستم جوړ شي.ویل کېږي، چې د برشنا شرکت ډېری پورونه په دولتي ادارو، صنعتي پارکونو او د پخواني حکومت چارواکو پورې اړه لري، چې اندازه یې اته میلیارده افغانۍ اټکل شوې ده