قوس 14, 1403 16:08 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د پولیو د پېښو زیاتوالی

د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د پولیو دوه سوه دري اتیا سلنه زیاتوالي اعلان کړ

دغه سازمان د خپلې څلوېښتمې بېړنۍ غونډه کې ویلي، چې د پولیو یا ګوزڼ پېښې تر ډېره د افغانستان په جنوب او ختیځ کې لیدل شوې دي.د روغتیا د نړیوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ویروس د مثبتو نمونو شمېر د تېر کال په پرتله څلور اتیا ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر دوه شپېته وودغه سازمان په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو موسمي خوځښت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا کار د افغانستان دننه او بهر د ویروس د خپریدو خطر زیاتوي.