سنبله 20, 1404 16:10 Asia/Kabul
  • د متحده عربي اماراتو په وړاندې د هند بریا

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د دوه زره او پنځه ویشت کال د اسیا جام د ګروپ الف په لومړۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

د هند ملي لوبډلې په دې لوبه کې خپل سیال ته د نهو ویکټو په لږ توپیر ماتې ورکړه.په پیل کې، هند بیټینګ پیل کړ او د مخالف ټول لوبغاړي یې په دیارلس اورونو کې وسوځول.په دې لوبه کې، متحده عربي اماراتو یوازې اوه پنځوس منډې جوړې کړې، چې د هند لپاره یې یوه اسانه سیالي رامنځته کړه.د متحده عربي اماراتو د توپ وهنې په وخت کې، هند یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکړ او د متحده عربي اماراتو لوبډله یې په څلور عشاریه درې اورونو کې د شپیتو منډو په توپیر وسوځوله.په تېره لوبه کې؛ د افغانستان ملي لوبډلې هم د هانګ کانګ په وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې میدان ته راووتله.په دې سیالۍ کې، افغانستان وکولای شول چې هانګ کانګ ته د څلور نوي منډو په لوی توپیر ماتې ورکړي او خپله لومړۍ لوبه بریا ته ورسوي.