بن زاید سره د سرپرست حکومت د سفیر لیدنه
قوس 10, 1403 16:50 Asia/Kabul
په متحده عربي اماراتو کې د سرپرست حکومت سفیر بدرالدین حقاني د متحده عربي اماراتو د دولت له مشر محمد بن زاید آل نهیان سره په کتنه کې افغانستان ته د بندیانو د انتقال لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل نن وويل چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د اوسنيو پرمختګونو او افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو په رامنځته کولو هم خبرې وشوې.هغه زياته کړه، چې په دې کتنه کې محمد بن زايد آل نهيان هم ژمنه وکړه، چې له سرپرست حکومت سره به په يادو برخو کې همکاري کوي.ویل کېږي چې د متحده عربي اماراتو مشر د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د سرپرست حکومت د نوي سفیر باورلیک ومانهخو متحده عربي اماراتو تر اوسه سرپرست حکومت د مشروع حکومت په توګه نه دی پېژندلی.