کابل کې د ایران د نوي سفیر کار پيل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i38398-کابل_کې_د_ایران_د_نوي_سفیر_کار_پيل
علیرضا بیګدلي په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د نوي سرپرست په توګه نن په رسمي ډول کابل ته راورسید.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
قوس 10, 1403 13:19 Asia/Kabul
  • کابل کې د ایران د نوي سفیر کار پيل

علیرضا بیګدلي په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د نوي سرپرست په توګه نن په رسمي ډول کابل ته راورسید.

ښاغلي بیګدالي د کابل هوايي ډګر ته د ننوتو پرمهال د سرپرست حکومت د چارواکو په حضور کې وویل چې د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب له افغانستان سره د اړیکو پراخول او له دغه هېواد سره د ښو اړیکو لرل دي.هغه د افغان کډوالو په اړه هم څرګنده کړه. هغه کسان چې ایران ته په قانوني توګه داخل شوي دي درناوی یې کیږي او موږ له هغو کډوالو چې په غیر قانوني توګه ایران ته تللي غوښتنه کوو چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي او په قانوني توګه ایران ته داخل شي.تر دې مخکې حسن کاظمي قمي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر و.