قوس 10, 1403 16:47 Asia/Kabul
  • ترکیې ته د سوداګرۍ وزارت د پلاوي سفر

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي په ترکیه کې له مېشتو افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي عزیزي دا غوښتنه ترکیې ته د خپل سفر پر مهال په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د کتنې پر مهال مطرح کړې ده.که څه هم په راپور کې ویل شوي چې په ترکیه کې مېشتو افغان سوداګرو ویلي چې افغانستان ته د ستنېدو پلان لري، خو نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان د اسلامي امارت د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼو سوداګرو اوپانګوالو خپلې پانګې له افغانستانه وایستلې.دوی وایي چې د افغانستان بانکي نظام لا هم محدودیتونه لري او دوی په خلاص مټ سوداګري نه شي کولی.