حلب ته د ترهګرو ننوتل
قوس 10, 1403 16:46 Asia/Kabul
په سوریه کې د احرار الشام ترهګره ډله ادعا کوي چې د سوریې یوه مهم اقتصادي ښار حلب ښار ته ننوتلي دي
خو رسمي سرچینو تر اوسه دغه خبر نه دی تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.په عین حال کې د سوریې پوځ حلب ته تلونکې ټولې لویې لارې او سړکونه بند کړي او د تیریدونکو موټرو د کنټرول لپاره یې څو پوستې جوړې کړي دي.په عین حال کې د روسیې او سوریې جنګی الوتکو په حلب ښار کې د ترهګرو په مرکزونو بریدونه وکړل.په تېره بيا د حلب ښار په لوېديځ کې د حلب-الجديد سيمه څو ځلې د هوايي بريدونو ښکار شوې ده.د المیادین شبکې خبریال نن وویل چې د سوریې د ادلب ولایت په جنوب ختیځ او د ابوالظهور پوځي هوايي ډګر ته څېرمه د سوریې د پوځ او وسله والو ډلو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.