قوس 10, 1403 16:45 Asia/Kabul
  • د سوریې جګړې په تړاو د جنرال سلامي څرګندونې

د ایران سپاه پاسداران قومندان جنرال حسین سلامي وايي، هغو کسانو چې د غزې او لبنان جګړه له لاسه ورکړې، اوس د سوریې د جګړې قومانده په غاړه لري

ښاغلی سلامی ټینګار وکړ تکفیري ترهګرو له تیرو څو ورځو راهسې په غزې او جنوبی لبنان کې د جګړې په ډګر کې د ماتې خوړلو کسانو تر قوماندې او لارښوونې لاندې یو ځل بیا په سوریې وحشیانه حملې پیل کړي دي .هغه وویل چې دغه حرکتونه د سوریې د پوځ او ولسي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.د یادولو وړ ده چې د تکفیري ځواکونو د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې جنرال کیومرث پورهاشمي هم په شهادت ورسید.د دغه شهید جسد نن سهار خاورو ته وسپارل شو.