د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i37546-د_افغانستان_خاوره_به_د_پاکستان_پر_ضد_ونه_کارول_شي
په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت سفیر وايي، د کابل حکومت به ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
عقرب 09, 1403 12:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت سفیر وايي، د کابل حکومت به ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سردار احمد شکېب په حواله په یوه غونډه کې چې د "پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا" تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه دا بیان خپور کړی دیپه دې ناسته کې شکیب پر دې ټینګار وکړ چې د چین او پاکستان اقتصادي پروګرامونه د سیمې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کوي. هغه همدا راز زیاته کړه چې په سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کې د افغانستان ګډون رغنده رول لوبولی شي.په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت د سفیر په وینا، د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه همکاري د سیمې هېوادونه سره نښلوي او سرپرست حکومت له پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخولو ته ژمن دی.