عقرب 09, 1403 16:02 Asia/Kabul
  • په کابل کې د اوبو کمښت په اړه اندېښنې

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبرداری ورکوي چې، که عاجل اقدام ونه‌شي، تردوه زره دیرشم کال پورې به د کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي

د ملګروملتونو دغې ادارې پرون په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل، په کابل کې د خلکو د هستوګنې چټک بهیر او د اقلیم د بدلون اغېزې د دې سبب شوي چې، په‌دې ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو اندازه د پام وړ کمه شي.د یونېسف په وینا له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته افغانستان دا تیاری نه‌لري، چې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړي.یوشمېر کارپوهان په کابل کې د پاکو اوبو د تامین یوه لنډمهاله حل‌لاره، دې ښار ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږدول بولي.خو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه یوازې په کابل پورې نه محدودیږي، بلکې د افغنستان اکثره نور ښارونه هم له دغې ستونزې سره مخ دي.د ملګروملتونو په وینا د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه وګړي، پاکو اوبو ته کافي لاس‌رسی نه‌لري