عقرب 09, 1403 16:00 Asia/Kabul
  • په بهر کې مېشت افغان کډوالو څخه د حقاني غوښتنه

د کډوالو چارو وزارت سرپرست په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې د کوربه هېوادونو قوانینو ته درناوی وکړي.

خلیل الرحمن حقاني په لوګر کې د چین هېواد د بشري مرستو د وېش په پروګرام کې زیاته کړه چې کډوال باید له داسې کړنو ډډه وکړي چې د نورو کډوالو لپاره ستونزې رامنځته کوي. نوموړي په دې مراسمو کې یو ځل بیا له افغان کډوالو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي.که څه هم د سرپرست حکومت دغه چارواکي هغه ستونزې چې د کوربه هېوادونو لپاره د افغان مهاجرینو په وړاندې رامنځته شوې دي، روښانه نه کړه، خو د هغه خبرې د ایراني او پاکستاني چارواکو د څرګندونو د تایید په معنا بلل کېدای شي. د افغانستان ګاونډیان افغان کډوال په خپلو هېوادونو کې د امنیتي او ټولنیزو ستونزو لامل ګڼي او د ناقانونه کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.