عقرب 09, 1403 15:58 Asia/Kabul
  • د اوربند په خبرو اترو کې د نتانیاهو دوامداره ګډوډي

دحماس او د فلسطین اسلامي جهاد لوړرتبه چارواکو ټینګار کړی دی چې دصهیونیستي رژیم لومړی وزیر د اوربند موافقې ته د رسیدو لپاره د خبرواترو د ګډوډولو په لټه کې دی .

د حماس یوه جګپوړي چارواکي محمود المرداوي ویلي دي چې په خبرو اترو کې وړاندیز شوي ټولې جزوي موافقې نشي تصویبیدای او نتانیاهو غواړي چې د خبرو اترو بهیر ګډوډ کړي. نوموړي له المیادین خبري چینل سره په خبرو کې ویلي چې د نتانیاهو کابینه به د جګړې د ډګر تر فشار لاندې خپله سیاسي پریکړه بدله کړي.د اسلامی جهاد غورځنګ یو چارواکي ابو عیسی هم وویل چې د تبادلې او اوربند د خبرو اترو په اړه هیڅ نوی وړاندیز مونږ ته نه دی اعلان شوی او هر هغه څه چې د خبرواترو د نویو وړاندیزونو په هکله ویل کیږی یوازې خبرې دی .دا په داسې حال کې دی چې د خبرواترو پخوانی پړاو هم د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر د ګډوډۍ له کبله بې پایلې وه