میزان 19, 1403 17:02 Asia/Kabul
  • د عمان پر وړاندې د افغانستان د الف کرکټ ملي لوبډلې ماته

د افغانستان د الف کرکټ ملي لوبډلې په شل آوریزه تمریناتي لوبه کې، د عمان له الف لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان الف ملي لوبډلې په دې لوبه کې په اوو وېکټو سره ماتې وخوړه. په دې لوبه کې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په نولس اعشاریه څلورم اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوسلو درې څلوېښت منډې یې جوړې کړې.عمان په دویمه پاڼۍ کې په آتلسم آور کې یوازې د درې لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره، یوسلو څلور څلوېښت منډې جوړې کړې او لوبه یې په اوو ویکټو سره وګټله.ټاکل شوې د افغانستان د الف ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه، په راتلونکو کوالیفای سیالیو کې هم له عمان او هانګ کانګ سره لوبه وکړي