پر اسراییلو د ایران اسلامي جمهوریت له بريدونو وروسته د ننگرهاریانو ستاينه
میزان 11, 1403 16:08 Asia/Kabul
په ننګرهار ولايت کې خلک د غچ اخیستنې په موخه پر اسراییلو د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران بريدونو ستاينه کوي او له اسلامي هېوادونو غواړي چې د ايران تر شاه دې ودريږي او ملاتړ دې وکړي. د سياسي چارو کارپوهان بيا د اسراييلو د بريدونو تر شاه د امريکا لاس لرل يادوي او موخه يې سيمه کې د جګړو پراخيدل بولي.