د ایران د اسلامي انقلاب له رهبر سره د نخبګانو لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i36736-د_ایران_د_اسلامي_انقلاب_له_رهبر_سره_د_نخبګانو_لیدنه
د ایران یو شمېر علمي شخصیتونو او نخبګانو نن سهار د یاد هېواد د اسلامي انقلاب له رهبر سره وکتل
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
میزان 11, 1403 12:28 Asia/Kabul

د ایران یو شمېر علمي شخصیتونو او نخبګانو نن سهار د یاد هېواد د اسلامي انقلاب له رهبر سره وکتل

آیت الله خامنه ای په دغه ناسته کې وویل چې موږ په دې ورځو کې غمجن او خواشیني یو،کومه پېښه چې رامنځ ته شوه دا کوچنۍ پېښه نه ده.د ښاغلي سید حسن نصرالله مړینه کومه وړه پېښه نه ده او دې کار موږ غمجن کړی دی.هغه ټینګار وکړ چې زه د لبنان د مسائلو او د ستر او ګران شهید سید حسن نصرالله په باره کې ځينې عرایض لرم چې په نږدې راتلونکي کې به یې ووایم.د ایران د اسلامي انقلاب رهبر وویل؛ که دښمنان له دغې سیمې خپل شر له مینځه یوسی نو له شک پرته به دغه کړکیچونه په بشپړه توګه له مینځه لاړ شي، او د سیمې هیوادونه به وکولای شي چې خپله سیمه په خپله اداره کړي او په ګډه سره په سوله، روغتیا او هوساینه کې ژوند وکړيایت الله خامنه ای وویل، موږ د خدای له درباره د بریالیتوب هیله لرو، د ایران د ملت په سترو هڅو او د اسلامي انقلاب د الهامونو او د نورو ملتونو په همکارۍ به له دې سیمې څخه د دښمنانو شر کم کړو.