میزان 10, 1403 18:06 Asia/Kabul
  • د برېښنا شرکت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د تړونونو لاسلیک

د برېښنا شرکت له خصوصي شرکتونو سره د دوه سوه میګاواټه د لمریزې او حرارتي بریښنا د تولید تړونونه لاسلیک کړل.

دغه شرکت وايي، دغه تړونونه د افغانستان د برېښنا شرکت د پانګونې د فرصتونو د کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شول.د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې، د سل میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید تړون د زولرستان او غضنفر ګروپ له شرکتونو او له زواک پاور سره د سل میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید قرارداد هم لاسلیک شوی دی.دغه شرکت وايي، دغه پروژې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پیل شوې او په کابل کې د برېښنا د کمښت د پوره کېدو سبب کېږي.پلازمېنه په بېلابېلو موسمونو کې د برېښنا د کمښت له جدي ستونزې سره مخ وي او ښاریان کولای شي په سړه او ګرمو موسمونو کې یوازې د ورځې څو ساعته له برېښنا څخه ګټه واخلي.