پاکستان ته د سرپرست حکومت خبرداری
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له یوې روسي رسنۍ سره په تازه مرکه کې پاکستان ته خبرداری ورکړ. امیر خان متقي ویلي، چې د پاکستان له خوا د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه غندي او که بیا هم د پاکستان پوځ د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړي، بې ځوابه به پاتې نه شي.
هغه وويل: "که د پاکستان حکومت د افغانستان له فضايي حريم څخه سرغړونه کړې وي، موږ دغه عمل غندو او ځواب يې ورکوو او که په راتلونکي کې دا ډول عمل تکرار شي، بيا به يې غندو او ځواب به ورکوو."پاکستان په تیرو دریو کلونو کې په ځلونو افغانستان تورن کړی چې پاکستان ته ګواښونه کوي.په مقابل کې د سرپرست حکومت چارواکي په دې باور دي چې ټي ټي پي او ناامني د پاکستان داخلي مسایل دي او پاکستان غواړي د درواغو تورونو په لګولو سره د یوه باثباته او پر ځان بسیا افغانستان مخه ونیسي.د ټي ټي پي مسله له تیرو دریو کلونو راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ ترټولو کړکېچن مسله ده. دا توپیر په پاکستان کې د ناامنیو د زیاتیدو له امله لا پسې زیات شوی دی.