د ایران په ختیځ کې دوه ترهګریز بریدونه
میزان 10, 1403 18:02 Asia/Kabul
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په بنت نیک شهر ولسوالۍ کې په یوه ترهګریز برید کې څلور کسان شهیدان او یو تن ټپي شوی دی د نیک شهر ولسوال وايي، وسله والو کسانو په یوه ښوونځي کې د عاطفې د جشن پر ګډونوالو ډزې وکړې
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په سیستان او بلوچستان ولایت کې د نن او پرون له دریو ترهګریزو پیښو وروسته د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي مرستیال علی اکبر پورجمشیدیان او د سیستان او بلوچستان والي محمد کریمي ته امر وکړ چې په دې هکله هراړخیزې څېړنې وکړي.نن سهار شاوخوا نهه بجې د نېکشهر ولسوالۍ په محسنین شیخان بنت ښوونځي د ترهګریز برید له امله څلور تنه شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول.همدا راز نن سهار د خاش په ولسوالۍ کې هم وسله والو ترهګرو د پولیسو په ګزمه په وسلوال برید کې دوه تنه پولیس شهیدان کړل.