د یمن لخوا په اشغال شویو سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i36718-د_یمن_لخوا_په_اشغال_شویو_سیمو_د_بې_پیلوټه_الوتکو_بریدونه
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند خبر ورکړی چې د یمن د وسله والو ځواکونو په دوو پوځي عملیاتو کې په څلورو صماد بې پیلوټه الوتکو سره د یافا بې پیلوټه الوتکې او په ام الرشاش بندر کې یو پوځي هدف په نښه کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 10, 1403 14:25 Asia/Kabul
  • د یمن لخوا په  اشغال شویو سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند خبر ورکړی چې د یمن د وسله والو ځواکونو په دوو پوځي عملیاتو کې په څلورو صماد بې پیلوټه الوتکو سره د یافا بې پیلوټه الوتکې او په ام الرشاش بندر کې یو پوځي هدف په نښه کړ.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د یوې خپرې کړې خبرپاڼې په خپرولو سره په اشغال شوي فلسطین کې په ځینو پوځی مرکزونو د حملې د اعلانولو په ترڅ کې د امریکا او د نیواکګر رژیم د هغو پلانونو د شنډولو لپاره یې په مبارزه کې د اسلامي امت د ګډون غوښتنه وکړه چې هیوادونه او ملتونه یې په ګونډو کړي.د یمن پوځ اعلان کړی دی چې یوې بې پیلوټه الوتکې په تل ابیب کې د صهیونیسټي رژیم یو مرکز په نښه کړی دی.په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په یوه بل برید کې څلورو بې پیلوټه الوتکو د ایلات بندر په نښه کړ.په تل ابیب کې د یمن له برید وروسته د صهیونیسټي رژیم له پلازمینې څخه د څو چاودنو غږونه اوریدل شوی دي