سنبله 14, 1403 18:09 Asia/Kabul

په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د صهیونیستي رژيم دوو جګپوړو پوځي او امنیتي چارواکو له خپلو دندو استعفا کړې او د صهیونیستي رژيم د کابینې له جوړښت څخه یې ځانونه لرې کړل. چارواکو ویلي چې دوی د بنیامین نتنیاهو د ناسمو او ویجاړونکو سیاستونو په اعتراض کې استعفا کړې ده. د صهیونیستي رژيم رسنیو د راپورونو له مخې، په غزه کې د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې تر لس زره او څلور سوه څخه ډېر اسرائیلي پوځیان سخت ټپیان شوي دي.