هند شل افغان سیک افغان اتباعو ته تابعیت ورکړ
اسد 23, 1403 16:46 Asia/Kabul
د هند حکومت اعلان کړی چې د افغانستان شل تنو سیکانو ته یې تابعیت ورکړی دی. هندو ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې دغو افغان سکانو شاوخوا سل ورځې وړاندې د انلاین ویزې لپاره غوښتنليک ورکړی و.
د راپور له مخې دغو کسانو ته د هند د تابعیت د تعدیل شوي قانون له مخې تابعیت ورکړل شوی دی.په راپور کې ویل شوي، د دغو غوښتنلیک ورکوونکو څخه ځینې یې په نولس سوه اوه نوي کې هند ته ستانه شوي وو چې د اوږدې مودې ویزې په درلودلو سره یې هند کې ژوند کاوه.په دوه زره نولس کال کې، هند د تابعیت قانون تصویب کړ، چې له مخې د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش هندوانو ته د تابعیت ورکول اسانه کړل.د يادونې وړ ده، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان زياتره سيکانو د نا امنيو له وېرې هېواد پرېښود.