اسد 23, 1403 16:30 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د دريو خونړيو امنيتي پېښو رامنځته کېدل

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په دریو بېلا بېلو بریدونو کې د یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي په ګډون لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د بلوچستان د پنجګور ضلعې د کمشنر مرستیال د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

دې ورځپاڼې زیاته کړې، چې نامعلومو وسله والو تیره ورځ د کراچۍ – کوټې پر لاره د ذاکر حسین بلوچ پر موټر ډزې وکړې.په دې ډزو کې د دې سیمې ښاروال هم سخت ټپي شوی دی.ډان د کوټې په سټلایټ ټاون سیمه کې هم د یوې ښځې په ګډون د اتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.د دغې ورځپاڼې په وینا دغه کسان د موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا د پولیسو پر موټر د لاسي بمونو په حمله کې وژل شوي دي.په درېيمه پېښه کې موټرسايکل سپرو د کوټې په "سراب" سيمه کې د نجونو د يوه کالج د محصلينو پر موټر د لاسي بمونو بريد وکړ.د دغه برید د احتمالي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغو پېښو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.