پاکستاني پوځ جنرال فیض حمید نیولی
د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې د ځمکې د غصب او د استوګنې د یوه کمپلکس له مالک څخه د قیمتي شیانو د غلا په تور نیولی دی.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د سترې محکمې د حکم له مخې؛ د پوځ لخوا د «ټاپ سيټي» په قضیه کې د جنرال فیض حمید پر ضد د لګیدلو تورونو د څېړنې په موخه ځآنګړې محکمه جوړه شوې ده.دې محکمې فیض حمید له تقاعد وروسته هم د پوځ له قانون څخه په سرغړونې تورن کړی دی.د پاکستان پوځ ویلي دي چې د جنرال فیض حمید د دوسیې د څیړلو بهیر پیل شوی او هغه یې عمومي توقیف ځای ته سپارلی دی.جنرال فیض حمید د پاکستان د استخباراتو د مشرۍ له لیرې کېدو وروسته څه موده په پېښور کې د پاکستان د پوځ د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړه.په دوه زره یوویشت کال کې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د کابل په سرینا هوټل کې د نوموړي یو عکس له یوې پیالې قهوې سره خپور شو چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.