د اسماعیل هنیه د شهادت په اړه د افغانانو غبرګون
اسد 10, 1403 18:38 Asia/Kabul
د افغانستان په سویلي زون کې یوشمېر دیني عالمانو او ولسي وګړو د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه شهادت په کلکو ټکو غندلي او دا کار د صهیونیستي رژيم یو ستر جنایتکاره عمل بللی دی دوی دهنیه شهادت د اسلامي امت لپاره یو ستره ضایعه بولي او وایي، چې په دې اړه باید اسلامي هیوادونه چپ پاتې نه شي او باید غاښ ماتونکی ځواب ورکړي