د بنګله دېش د حکومت پرېکړه د دغه هېواد د سترې محکمې له خوا ناقانونه کېدل
د بنګله دېش سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د دولتي دندو په تړاو هغه پرېکړه، چې په دغه هېواد کې یې مرګوني اعتراضونه رامنځ ته کړي، غیر قانوني وګڼل او د سهمیې د کمولو غوښتنه یې وکړه
د بنګله دیش سترې محکمې په یوه بیان کې د ملکي خدماتو دندو لپاره د سهم سیسټم چې له امله یې په دغه هېواد کې مرګونې نا کرارۍ رامنځته شوې، کم کړ، ولې لغوه کړی یې ندی.د بنګله دیش لوی څارنوال ابو محمد امین الدین په دې اړه د فرانسې خبري اژانس ته وویل: سترې محکمې د استیناف محکمې حکم غیر قانوني اعلان کړ او د دې پر بنسټ به د ملکي خدمتونو پنځه سلنه دندې د خپلواکۍ د اتلانو اولادونو او دوه سلنه نورو ګټګوریو ته ځانګړې شي.د دې پرېکړې له صادرېدو وروسته په ټول بنګله دېش کې پراخ لاریونونه وشول او حکومت تېره جمعه د پوځ په ځای پر ځای کولو سره نظامي حالات اعلان او په تګ راتګ یې بندیز ولګاوه.تر اوسه په دغو نا قراریو کې د وژل شویو کسانو شمېر یوسلو درویشت تنو ته رسیدلی دی.