سرپرست حکومت: له امریکا څخه د یو شمېر پخواني پوځیان بیرته افغانستان ته را ستانه شول
سرطان 21, 1403 12:06 Asia/Kabul
له افغان شخصیتونو سره د سرپرست حکومت د اړیکو کمېسیون د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د خوست ولایت د (کې پي اېف) یو شمېر پوځيان د دوی په بلنه له امریکا څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه ځواکونه په تېر حکومت کې د امریکايي پوځیانو لهخوا روزل شوي وو.د طالبانو کمېسیون د شپږو تنو پوځیانو عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د دوی په منځ کې یو یې پوځي افسر، درې تنه یې سرتېري او دوه تنه نور یې مسلکي کارکوونکي دي.د سرپرست حکومت په دې وروستیو کې هم له امریکا څخه خوست ولایت ته د درېیو تنو پوځیانو د ستنېدا خبر خپور کړی و.
د خوست ولایتي قوا چې په اډانه کې یې د افغانستان اووه زریز پوځ د تېر نظام په وخت کې فعالیت کاوه او د امریکا د مرکزي اطلاعاتو لهخوا روزل شوي وو، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته دغه ځواکونه امریکا ته ولېږدول شول.