پاکستان: افغان زده کړیالانو ته څلور زره او ۵۰۰ بورسیې ورکوو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i34667-پاکستان_افغان_زده_کړیالانو_ته_څلور_زره_او_۵۰۰_بورسیې_ورکوو
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې هېواد یې افغان زده کړیالانو ته څلور زره او ۵۰۰ بورسیې ورکوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 21, 1403 08:15 Asia/Kabul
  • پاکستان: افغان زده کړیالانو ته څلور زره او ۵۰۰ بورسیې ورکوو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې هېواد یې افغان زده کړیالانو ته څلور زره او ۵۰۰ بورسیې ورکوي.

دراني تیره ورځ په خپله اېکس پاڼه دا خبره کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دا بورسیې به افغان زده کړیالانو ته په راتلونکو پنځو کالو کې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ټولنیزو او طبیعي علومو په برخه کې ورکړل شي.

هغه زیاته کړې: «افغان زده کړیالانو ته د علامه اقبال له درېیم پړاو بورسیو ورکولو خوشاله یم.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د دغو بورسیو د لګښت او دا چې څومره به یې نجونو ته ځانګړې وي، څه ویلي نه دي.

دمګړۍ په افغانستان کې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګېدلی دی.

د روان کال په ثور میاشت کې په کابل کې د جاپان سفارت خبر ورکړی و چې افغان زده کړیالانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه بورسیې ورکوي.