په بېجينګ کې د چين او روسيې د ولسمشرانو ترمنځ ليدنه او خبرې اترې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i33074-په_بېجينګ_کې_د_چين_او_روسيې_د_ولسمشرانو_ترمنځ_ليدنه_او_خبرې_اترې
د چين او روسيې ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ په بېجينګ کې د خپلو خبرو په پيل کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر ټينګښت او پیاوړتیا ټينګار وکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 27, 1403 12:02 Asia/Kabul
  • په بېجينګ کې د چين او روسيې د ولسمشرانو ترمنځ ليدنه او خبرې اترې

د چين او روسيې ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ په بېجينګ کې د خپلو خبرو په پيل کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر ټينګښت او پیاوړتیا ټينګار وکړ.

د چين ولسمشر شي جين پينګ له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره په خبرو کې ویلي چې چين به تل د روسيې ښه ملګری وي.پوتین هم ویلي چې د روسیې او چین ترمنځ سوداګري په ښه سرعت سره مخ په زیاتېدو ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې آتیا سترې ګډې پروژې جوړې شوې دي. د روسيې ولسمشر ټينګار کړی چې د روسيې او چين ترمنځ همکاري د هېچا پر ضد نه ده، بلکې په نړيواله صحنه کې د ثبات عامل دی.د روسيې او چين ولسمشرانو همدارنګه د ستراتېژيکو همکاريو د زياتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د نوي دور د پيل په اړه ګډه اعلاميه لاسليک کړې ده.پوتین نن په دوه ورځني رسمي سفر چین ته ورسېد. مسکو هيله لري چې دغه سفر د امريکا د دوو پياوړو جيو پوليټيک سيالانو تر منځ، د ستراتېژيکو همکاريو د پراختيا لامل شي.