د افغانستان په تړاو د هندي او روسي چارواکو خبرې اترې
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف نوي ډيلي ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هند د بهرنيو چارو وزارت له سيمه ايز سلاکار جي پي سينګ سره کتلي او د افغانستان پر حالاتو يې خبرې کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانانو د هوساینې لپاره د پراختیایي مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.هندي رسنیو خبر ورکړی، چې په دې کتنه کې پر امنیتي مسایلو او له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه هم خبرې شوي دي.د افغانستان له سرپرست حکومت سره د مسکو او نوي ډیلی د اړیکو څرنګوالی د دغو دوو دیپلوماتانو د بحث یوه بله برخه وه.د يادونې وړ ده، چې دا لیدنه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې تر غونډې مخکې شوې ده. ټاکل شوې دا غونډه راتلونکې میاشت د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي.