د تاتارستان له ولسمشر سره د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر لیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i33070-د_تاتارستان_له_ولسمشر_سره_د_سرپرست_حکومت_د_صنعت_او_سوداګرۍ_د_وزیر_لیدل
د روسیې-اسلامي نړیوال اقتصادي فورم د پنځلسمې غونډې په څنډه کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د سرپرست حکومت پلاوي له رستم مینیخانوف سره کتلي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 27, 1403 11:38 Asia/Kabul
  • د تاتارستان له ولسمشر سره د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر لیدل

د روسیې-اسلامي نړیوال اقتصادي فورم د پنځلسمې غونډې په څنډه کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د سرپرست حکومت پلاوي له رستم مینیخانوف سره کتلي دي.

په دې کتنه کې په اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې پر جوړېدو خبرې شوي دي.د برښنا، اوبو او کانونو په برخو کې په افغانستان کې د روسیې پانګونه او افغانستان ته د روسیې صادرات، د تاتارستان له ولسمشر سره د افغان پلاوي د خبرو له نورو موضوعاتو څخه دي.د يادونې وړ ده، چې د روسيې-اسلامي نړيوال اقتصادي فورم پنځلسمه غونډه، د غویي د میاشتې په پنځه ویشتمه پيل شوه او د همدې میاشتې تر دېرشمې به دوام وکړي. د روسیې دولتي خبري آژانس ویلي چې د دغه فورم موخه، د باور او همکارۍ د فضا برابرول دي.