ثور 27, 1403 15:07 Asia/Kabul
  • د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د دفترونو ترمنځ د همغږۍ ناسته

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د څېړلو په موخه، د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د دفترونو ترمنځ، د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

امیرخان متقي په دې غونډه کې ویلي چې د نړیوالې ټولنې مرستې باید د افغانانو د اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ وي.متقي ویلي چې په هېواد کې د جګړې له پایته رسېدو وروسته، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ټولې هڅې د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ لپاره وي. هغه ویلي، که څه هم حکومت هڅه کوي چې افغانستان د اقتصادي او پراختيا له لارې پر ځان بسيا کړي، خو له ډېرو ننګونو سره مخ دى.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، چې نن خپره شوه، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، دغه سازمان هڅه کوي چې د مرستو بڼه په پراختیايي مرستو بدله کړي.