ثور 26, 1403 17:46 Asia/Kabul

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ترافیکي نښو د لګولو او ترافيکي پيښو د مخنیوي په موخه ښاریانو ته د عامه پوهاوي ورکولو د پروژې پرانیسته وشوه. مسولین وايي د دغې پروژې په بشپړیدو سره د ترافیکو پېښو ګراف کې د پام وړ کموالی راشي، خو پدې برخه کې د خلکو همکاري غواړي. ښاریان هم د خلکو د خوندیتوب لپاره دغه اقدام ستايي او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوي.