په غزه کې لاهم د دې رژیم جنایتونه دوام لري
حمل 15, 1403 14:52 Asia/Kabul
د عبراني ژبې ورځپاڼې هارتص اعلان کړی چې اسټرالیا د صهیونیستي پوځیانو له خوا په غزې تړانګه کې د پخلنځي د نړیوال سازمان د کارکونکو له وژل کیدو وروسته د دغه رژیم سفیر احضار کړی. تیره ورځ صهیونیستي رژیم د نړۍ د مرکزي پخلنځي موسسې په کارکونکو چې د غزې تړانګې ته د لیدنې لپاره تللي وو بمباري وکړه چې په ترڅ کې یې د استرالیا، انګلستان، پولنډ، امریکا او کاناډا ۷ اتباع وژل شوي دي.