حمل 14, 1403 15:04 Asia/Kabul
  • ایت الله خامنه ای ټینګار وکړ چې ډیر ژر به صهیونیستي رژیم د سوریې له  برید پښېمانه شي

د ایران اسلامی انقلاب مشر په دمشق کې د ایران سفارت پر قونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د برید په غبرګون کې ویلي، صهیونیستي رژیم به په دغه جنایت پښیمانه شی.

ایت الله خامنه ای د صهیونیستي رژیم په لاس د ایران سپاه پاسدارارانو شهید سردار محمد رضا زاهدي د یوې ډلې مشر او ملګرو شهادت په مناسبت د یو پیغام په خپرولو سره ویلي، دغه شهیدان د خدای له خوا د دوی د اوږدې مودې مبارزې د منلو نښه ترلاسه کړې.

د ایران مشر د سردار زاهدي د شخصیت په بیانولو سره وویل چې هغه له شپیتمې لسیزې راهیسې د ګواښ او مبارزې په ډګرونو کې د شهادت انتظار درلود.

ایت الله خامنه ای په دوام کې صهیونیستي رژیم ته په سزا ورکولو باندې  ټینګار ترڅنګ ژمنه وکړه چې  دغه رژیم به په دې جنایت او دغه شان جنایتونو ډیر ژر  پښیمانه شی.

 

تگ